او مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دې دواړو په مينځ كې دي؛ نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره او بېشكه قیامت خامخا راتلونكى دى، نو ته (له دوى څخه) څنګ وكړه په ښكلو څنګ كولو سره الحجر ۱۵:۸۵ ⧉
تفسیر:
او مونږ نه دي پیدا کړي آسمانونه او زمکه او نه مو دي پیدا کړي هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي بې مقصده پرته له حکمته، مونږ ندي پیدا کړي دا ټول مګر په حق سره، او بیشکه قیامت خامخا راتلونکی دی چاره نشته، نو مخ واړوه -ای پیغمبره- د دې دروغجن ګڼوونکو څخه، او بخښنه وکړه دوی ته بخښنه ښایسته.