Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 106 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 106 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


مَنْ كَفَرَ بِاللَّهِ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِهِ إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالْإِيمَانِ وَلَٰكِنْ مَنْ شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِنَ اللَّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ 106
ترجمه:
هغه څوك چې په الله سره كافر شو د خپل ایمان له راوړلو نه پس، غیر له هغه كس نه چې زور پرې وكړى شي، په دې حال كې چې د هغه زړه په ایمان سره مطمئن وي۔ او لېكن هغه څوك چې په كفر سره خپله سینه فراخه كړي، نو په دغو خلقو باندې د الله له جانبه غضب دى او د دوى لپاره ډېر لوى عذاب دى النحل ۱۶:۱۰۶
تفسیر:
چاچې کفر وکړو په الله تعالی باندې وروسته د ایمان نه مګر هغه څوک چې زور پرې وکړی شي په کفر باندې نو په ژبه د کفر کلمه ووایي او زړه ئې په ایمان باندې کلک وي او د هغه په حقیقت باندې یقین لري، لیکن چاچې سینه کولاو کړه کفر ته نو په ایمان باندې یې غوره کړ او په خپله رضا سره يې د کفر کلمه وویله نو دا کس د اسلام نه اوختونکی دی او په دوی باندې د الله تعالی غضب دی او دوی لره دردناک عذاب دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 105 راتلونکې النحل • آیت 107