او په هغو كسانو باندې چې یهودیان شوی دي، مونږ حرام كړي دي هغه څه چې مونږ تا ته له دې نه مخكې بیان كړي دي او مونږ پر هغوى باندې ظلم نه دى كړى او لېكن هغوى وو چې په خپلو ځانونو يې ظلم كاوه النحل ۱۶:۱۱۸ ⧉
تفسیر:
او په ځانګړې توګه په یهودیانو باندې مونږ حرام کړي هغه څه چې مونږ بیان کړي په تا باندې (لکه د سورت انعام په ۱۴۶ نمبر ایت کې)، او مونږ په دوی باندې په دې حراموالي سره ظلم نه دی کړی، بلکې دوی وو چې ظلم یې کاوه په خپلو ځانونو کله چې دوی د سزا او د عذاب کارونه کول، نو مونږ دوی لره د دوی د سرکشۍ په وجه بدله ورکړه، نو د سزا په ډول مو په دوی باندې دا شیان حرام کړل.