او ته صبر كوه او نه دى صبر ستا مګر په توفیق د الله سره او په دوى باندې مه غمژن كېږه او په زړه تنګۍ كې مه كېږه د هغو مكرونو په وجه چې دوى يې كوي النحل ۱۶:۱۲۷ ⧉
تفسیر:
او صبر کوه -ای پیغمبره- په هغو تکلیفونو چې تا ته دررسیږي د دوی له طرفه، او نه دی توفیق د صبر کولو ستا مګر د الله تعالی په توفیق سره دی تا ته، او ته مه غمجن کیږه د کافرانو د مخ اړولو د وجې نه ستا څخه، او تنګه دې نشي سینه ستا د هغو چلونو او دوکو د وجې نه چې دوی یې کوي.