Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 2 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 2 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


يُنَزِّلُ الْمَلَائِكَةَ بِالرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِ عَلَىٰ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ أَنْ أَنْذِرُوا أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا أَنَا فَاتَّقُونِ 2
ترجمه:
هغه په خپل حكم ملايك له وحي سره نازلوي په هغه چا باندې چې يې وغواړي په خپلو بنده ګانو كې، چې تاسو (خلق) خبردار كړئ، په دې خبره چې بېشكه شان دا دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر زه یم، نو تاسو له ما نه ووېرېږئ النحل ۱۶:۲
تفسیر:
رالیږي الله تعالی ملاېکې په وحې سره د خپلې فیصلې مطابق په هغه چا چې ويې غواړي د خپلو رسولانو څخه: دا چې وویروئ -ای پیغمبرانو- خلک د الله تعالی سره د شرک کولو نه، نو نشته په حق سره لایق د بندګۍ مګر زه یم، نو زما څخه وویریږئ -ای خلکو- په عملي کولو د حکمونو زما او په ځان ساتلو زما له نواهیو څخه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 1 راتلونکې النحل • آیت 3