Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 7 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 7 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


وَتَحْمِلُ أَثْقَالَكُمْ إِلَىٰ بَلَدٍ لَمْ تَكُونُوا بَالِغِيهِ إِلَّا بِشِقِّ الْأَنْفُسِ ۚ إِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ 7
ترجمه:
او دوى ستاسو درانه بارونه پورته كوي هغه ښار ته چې تاسو هغه ته رسېدونكي نه وئ مګر د ځانونو په مشقت سره، بېشكه ستاسو رب یقینًا ډېر نرمي كوونكى، بې حده مهربان دى النحل ۱۶:۷
تفسیر:
او پورته کوي دا څاروي چې مونږ تاسو لره پیداکړي درانه بارونه ستاسې په سفرونو کې داسې ښارونو ته چې نه یاستئ تاسې رسیدونکي دغو ښارونو ته مګر په ډیر لوی مشقت د نفسونو سره، بیشکه رب ستاسې -ای خلکو- خامخا زیات شفقت والا دی، مهربانه دی په تاسې داسې چې تاسو لره يې دا څاروي مسخر کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 6 راتلونکې النحل • آیت 8