Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 101 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 101 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَىٰ تِسْعَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ ۖ فَاسْأَلْ بَنِي إِسْرَائِيلَ إِذْ جَاءَهُمْ فَقَالَ لَهُ فِرْعَوْنُ إِنِّي لَأَظُنُّكَ يَا مُوسَىٰ مَسْحُورًا 101
ترجمه:
او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته نهه واضحې معجزې وركړې وې، نو ته له بني اسرائیلو نه پوښتنه وكړه كله چې هغه دوى ته راغى، نو هغه ته فرعون وویل: بېشكه زه خامخا ضرور په تا د جادو كړى شوي عقیده ساتم اى موسٰى! الإسراء ۱۷:۱۰۱
تفسیر:
او یقینا مونږ ورکړې وې موسی -علیه السلام- ته نهه ښکاره معجزې چې د هغه په پیغمبرۍ یې ګواهي کوله، او هغه دا وې: امسا او لاس او د قحط کلونه او کموالی د میوو او طوفان او ملخان او سپږې او چنګښې او وینه، نو ته پوښتنه وکړه -ای پیغمبره- د یهودیانو څخه کله چې راتګ وکړ موسی -علیه السلام- د دوی مشرانو ته په دې معجزو سره، نو فرعون ورته وویل: یقینا زه ګومان کوم په تا باندې -ای موسی- د یو جادو کړی شوي سړي؛ ځکه چې ته نا اشنا نا اشنا شیان رواړې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 100 راتلونکې الإسراء • آیت 102