Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 51 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 51 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


أَوْ خَلْقًا مِمَّا يَكْبُرُ فِي صُدُورِكُمْ ۚ فَسَيَقُولُونَ مَنْ يُعِيدُنَا ۖ قُلِ الَّذِي فَطَرَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ ۚ فَسَيُنْغِضُونَ إِلَيْكَ رُءُوسَهُمْ وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هُوَ ۖ قُلْ عَسَىٰ أَنْ يَكُونَ قَرِيبًا 51
ترجمه:
یا كوم داسې مخلوق له هغه قسمه نه چې ستاسو په سینو كې لوى ښكاري، نو دوى به ژر ووايي: څوك به مونږ بیا راژوندي كوي؟ ته ووایه: هغه ذات چې تاسو يې اول كرت پیدا كړي یئ۔، نو ژر به دوى خپل سرونه تا ته (د استهزا په ډول) وخوځوي او وايي به: دا به كله وي؟ ته ووایه: امېد دى چې دغه به ډېر نژدې وي الإسراء ۱۷:۵۱
تفسیر:
او یا شئ بل قسم مخلوق لوی د دې دواړو نه څومره چې ستاسې په سینو کې غټ مخلوق وي، نو یقینا الله تعالی بیرته ستاسې راپاڅوونکی دی د قبرونو نه لکه څرنګه چې یې اول پیداکړي وئ، او راژوندی کوونکی دی ستاسې لکه اول ځل چې یې پیداکړي وئ، نو خامخا وایي به دا عناد کوونکي: څوک دی چې مونږ بیرته ژوندي راپاڅوي وروسته زمونږ د مړه کیدلو نه؟ ته ورته ووایه: بیرته ژوندي راپاڅوي تاسې هغه ذات چې اول ځل یې پیداکړي یاست په غیر د مخکني مثال نه، نو دوی به خپل سرونه خوځوي مسخرې کوونکي به وي ستا د جواب نه دوی ته، او وايي دوی په داسې حال کې چې لرې ګڼونکي دي (بیرته راژوندي کیدلو لره): کله به وي دا بیرته راژوندي کیدل؟! ته ورته ووایه: کیدای شي دا نږدې وي، ځکه هر یو شی چې راتلونکی وي هغه نږدې دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 50 راتلونکې الإسراء • آیت 52