Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الإسراء — آیت 93 (پښتو) — ویډیو

الإسراء • آیت نمبر 93 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِنْ زُخْرُفٍ أَوْ تَرْقَىٰ فِي السَّمَاءِ وَلَنْ نُؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّىٰ تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَابًا نَقْرَؤُهُ ۗ قُلْ سُبْحَانَ رَبِّي هَلْ كُنْتُ إِلَّا بَشَرًا رَسُولًا 93
ترجمه:
یا چې تا لپاره د سرو زرو كور وي، یا چې ته پورته اسمان ته وخېژې او مونږ به ستا په (تشو) ختلو له سره ایمان رانه وړو تر هغه پورې چې ته پر مونږ باندې داسې یو كتاب راكوز كړې چې مونږ يې لولو۔، ته (دوى ته) ووایه: زما رب لپاره پاكي ده، زه نه یم مګر یو انسان (د نورو رسولانو په شان) رالېږل شوى الإسراء ۱۷:۹۳
تفسیر:
یا چې وي ستا لپاره یوه کوټه چې پوښل شوي وي په سرو زرو او نورو (جواهرو)، او یا ته اسمان ته وخیژې، او مونږ هیڅکله ایمان نه راوړو په دې خبره چې ته رالیږل شوی یې (پیغمبر یې) کله چې ته اسمان ته وخیژي مګر چې راوړي یو لیکل شوی کتاب د الله تعالی له طرفه چې مونږ پکې دا ولولو چې ته د الله تعالی پیغمبر یې. ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: پاکي ده رب زما لره! نه یم زه مګر یو انسان او پیغمبر لکه د نورو ټولو پیغمبرانو په شان، زه د هیڅ شي د راوړلو ځواک نه لرم، نو زه څنکه کولی شم چې هغه څه راړوم چې تاسې یې وړاندیزونه کړي؟!.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الإسراء • آیت 92 راتلونکې الإسراء • آیت 94