Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 42 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 42 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


وَأُحِيطَ بِثَمَرِهِ فَأَصْبَحَ يُقَلِّبُ كَفَّيْهِ عَلَىٰ مَا أَنْفَقَ فِيهَا وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا وَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُشْرِكْ بِرَبِّي أَحَدًا 42
ترجمه:
او د ده مېوې ګېرې كړى شوې، (هلاكې شوې) نو داسې شه چې خپل ورغوي يې (له افسوسه) مښل په هغه (مال) باندې چې ده په دغه (باغ) كې لګولى و، په داسې حال كې چې هغه د خپلو چتونو له پاسه لوېدلى و، او ده ویل: اى كاشكې ما د خپل رب سره هیڅوك نه وى شریك كړى الکهف ۱۸:۴۲
تفسیر:
او یقیني شو هغه څه چې مومن یې توقع کوله، نو چاپېر شو هلاکت د کافر د باغ په میوو، نو شو دا کافر چې اړول راړول یې ورغوي خپل د زیاتې ملامتۍ او پښیمانتیا د وجې په هغه مال باندې چې د دې د باغ په ابادولو او برابرولو یې خرچ کړی، او باغ راپریوتلی و په خپلو ستنو هغه چې په هغوی باندې یې د انګورو څانګې خورې کړې وې، او وایي: های افسوس کاش چې ما یواځې په خپل رب باندې ایمان راوړی و، او د هغه سره مې هيڅوک په عبادت کې نه و شریک کړی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 41 راتلونکې الکهف • آیت 43