ما دغه (شیطانان) د اسمانونو او ځمكې پیدا كولو ته نه دي حاضر كړي او نه د دوى د ځانونو پیدا كولو ته او زه ګمراه كوونكو لره مټ (بازو) جوړوونكى (نیونكى) نه یم الکهف ۱۸:۵۱ ⧉
تفسیر:
دا کسان چې تاسې نیولي دوستان پغیر له ما نه دوی ستاسې په شان بندګان دي، ما ندي حاضر کړي دوی پیدایښت د اسمانونو او نه پیدایښت د ځمکې ته کله چې ما دا پیدا کول، بلکې دوی په دغه وخت کې بیخې وو نه، او ما نه وو حاضر کړي بعضي د دوی نه په پیدایښت د بعضو نورو کې، نو زه یواځي یم په پيدایښت او برابرولو د چارو کې، او مونږ نه یو نیوونکي ګمراهانو لره د انسي او جني شیطانانو څخه مددګاران، نو زه بې حاجته یم د مددګارانو نه.