Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الکهف — آیت 61 (پښتو) — ویډیو

الکهف • آیت نمبر 61 (ټولې 110 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا بَلَغَا مَجْمَعَ بَيْنِهِمَا نَسِيَا حُوتَهُمَا فَاتَّخَذَ سَبِيلَهُ فِي الْبَحْرِ سَرَبًا 61
ترجمه:
نو كله چې دوى دواړه د هغو دواړو (دریابونو) په خپل مینځ كې د یو ځاى كېدو مقام ته ورسېدل، نو دوى خپل كب هېركړ، نو هغه په سمندر كې (د) سرنګ (په شان) خپله لار ونیوله الکهف ۱۸:۶۱
تفسیر:
نو دا دواړه لاړل، پس هر کله چې ورسېدل ځای د یوځای کیدلو د دواړو دریابونو ته، دواړو خپل هغه ماهي هیر کړ چې د ځان لپاره يې د توخې په شکل را اخیستلی و، نو الله تعالی هغه ماهي راژوندی کړ، او ویې نیوله د ځان لپاره لار په دریاب کې د سوري په شان، چې اوبه ورسره نه یوځای کیدلې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الکهف • آیت 60 راتلونکې الکهف • آیت 62