او مونږ به په دغه ورځ كې د دوى ځینې پرېږدو چې په ځینو نورو كې به موجونه وهي (ننوځي به) او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، نومونږ به دوى راجمع كړو، پوره جمع كول الکهف ۱۸:۹۹ ⧉
تفسیر:
او پرې به ږدو ځنې خلک په اخري زمانه کې چې ګډوډیږې به او د یو بل سره به یوځای کیږي، او پوکی به وشي په دویمه شپیلۍ کې نو راجمع به کړو ټول خلک د حساب او بدلې ورکولو لپاره.