پس (دغه كجورې) خوره او (دغه اوبه) څښه او (په عیسٰی سره) سترګې یخې كړه، پس كه خامخا تا له خلقو ځنې یو څوك ولیده، نو (ورته) وایه: بېشكه ما د رحمٰن لپاره په ځان د روژې نذر منلى دى، پس نن ورځ به زه له سره خبرې ونه كړم له هېڅ یوه انسان سره مریم ۱۹:۲۶ ⧉
تفسیر:
پس خوره د دې تازه کجورو نه، او څښه د دې اوبو څخه، او خوشحاله شه ستا په بچي باندې او مه خپه کیږه، نو که چیرته تا ولیده یو کس د خلکو نه پس پوښتنه یې وکړه ستا نه د دې بچي باره کې نو ته ورته ووایه: ما لازم کړې (نذر مې کړی) په خپل ځان باندې د خپل رب لپاره چوپتیا د خبرو نه، نو زه خبرې نه کوم نن ورځ هیچا سره د خلکو نه.