Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 102 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 102 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَاتَّبَعُوا مَا تَتْلُو الشَّيَاطِينُ عَلَىٰ مُلْكِ سُلَيْمَانَ ۖ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَٰكِنَّ الشَّيَاطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنْزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ ۚ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّىٰ يَقُولَا إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ ۖ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ ۚ وَمَا هُمْ بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنْفَعُهُمْ ۚ وَلَقَدْ عَلِمُوا لَمَنِ اشْتَرَاهُ مَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ ۚ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ ۚ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ 102
ترجمه:
او دوى د هغه څه تابع شول چې د سلیمان په بادشاهت كې شیطانانو لوستل، او سلیمان كفر نه و كړى او لېكن شیطانان كافر شوي وو، خلقو ته به يې جادو (سحر) ښوده۔ او (دوى تابع شول) د هغه څه چې په بابل ښار كې په دوه ملايكو هاروت او ماروت نازل كړى شوى و او دغو دواړو به هیچا ته ښودنه نه كوله، مګر چې ویل به يې: اصل خبره دا ده چې مونږ یَوْ ازمېښت یو، نو ته مه كافر كېږه، نو هغوى به له دغو دواړو نه هغه څه زده كول چې په هغه سره به يې د سړي او د هغه د ښځې په مینځ كې جدايي راوستله، او په دې (جادو) سره دوى هیچا ته هم ضرر نه شو رسولى مګر د الله په حكم سره، او دوى به هغه څه زده كول چې دوى ته به يې ضرر رساوه او فايده به يې ورته نه رسوله۔ او یقینًا یقینًا دوى په دې پوه وو چې چا دا (سحر) واخيسته، نو د هغه لپاره په اخرت (جنت) كې هېڅ برخه نشته، او یقینًا بد دى هغه څیز چې د هغه په بدل كې دوى خپل ځانونه خرڅ كړل، كه چېرې دوى پوهېدلى البقره ۲:۱۰۲
تفسیر:
او کله چې دوی د الله تعالی دین پرېښود نو د هغې پر ځای يې د شیطانانو د ځانه جوړو شوو خبرو چې د سلیمان علیه السلام پاچاهۍ پسې یې جوړې کړې وې پیروي وکړه، چې دعوه یې کوله چې دده پاچاهي په جادو ولاړه ده، لیکن سلیمان علیه السلام جادو او کفر نه دی کړی -لکه څرنګه چې یهودیانو دعوه کوله- لیکن شیطانان کافران شوي وو چې خلکو ته به یې د جادو ښوونه کوله، او خلکو ته به یې هغه جادو ښووله کومه چې بابل ښار عراق کې د خلکو د ازمیښت لپاره په دوو ملائکو هاروت او ماروت نازل شوې وه، او دې دواړو ملائکو به تر هغه پورې هیچا ته جادو نه ښووله څو به یې چې ور څخه خلک ونه ویرول او داسې به یې ورته ویل: بیشکه مونږ د خلکو لپاره ازمیښت او فتنه یو، نو ته د جادو د زده کړې له امله مه کافر کېږه، نو چا به چې د هغوی سپارښتنه ونه منله نو جادو به یې ترې زده کړه، چې له دې جادو څخه یو ډول د ښځې او خاوند تر منځ د کینې او بغض پر مټ جلاتوب راوستل وو، او دا جادوګران هیچاته هم د الله تعالی له اجازې پرته زیان نشي رسولی، او دوی به هغه څه زده کول چې ورته یې زیان رسولو او هیڅ ګټه یې ورته نه رسوله، او دا یهودیان هرومرو په دې پوهېدل چې څوک جادو کول د الله تعالی په کتاب سره بدل کړي داسې خلک د آخرت د هر ډول نعمتونو څخه بې برخې کېږي، نو ډېر بد دي هغه څه چې دوی یې په بدل کې خپل ځانونه خرڅ کړل او جادو یې د الله تعالی د وحي او شریعت په بدل کې واخیسته، که چېرې دوی په خپله ګټه پوهېدلی نو داسې بد کار او ښکاره ګمراهۍ ته به نه ور وړاندې کېدل.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 101 راتلونکې البقره • آیت 103