Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 110 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 110 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ ۚ وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ مِنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِنْدَ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ 110
ترجمه:
او تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، او هر هغه خیر (نېكي) چې تاسو يې د خپلو ځانونو لپاره مخكې لېږئ، هغه به له الله سره ومومئ، بېشكه الله هغه عمل لره ښه لیدونكى دى چې تاسو يې كوئ البقره ۲:۱۱۰
تفسیر:
لمونځ له ارکانو، واجباتو او سنتو سره پوره ادا کړئ او د خپلو مالونو زکات مستحقو خلکو ته ورکړئ او هره نېکه کړنه چې خپل ژوند کې کوئ او له مرګ څخه مخکې یې په آخرت کې له ځان لپاره توښه وړاندې کوئ؛ نو تاسو به یې د قیامت په ورځ د الله تعالی په نزد ثواب ووینئ، او هغه به پوره بدله درکړي، بېشکه الله تعالی د هرې کړنې چې تاسو یې کوئ لیدونکی دی، نو هر چا ته د خپلې کړنې بدله ورکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 109 راتلونکې البقره • آیت 111