ولې نه! چا چې خپل مخ د الله تابع كړو او نېكي كوونكى و، نو د هغه لپاره د خپل رب په نیز اجر دى، او په دوى باندې نه هېڅ وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي البقره ۲:۱۱۲ ⧉
تفسیر:
بېشکه جنت ته یوازې هغه کسان ننوځي چې الله تعالی ته یې په اخلاص سره مخه کړې وي او پر اخلاص سربېره په بندګۍ کې د رسول علیه السلام په هغه څه کې پېروي وکړي چې ده راوړي دي، پس همدا کس به جنت ته ننوځي، له هرې ډلې چې وي او ده لره د پرودګار په نزد ثواب دی او په راتلونکي آخرت کې به پر دوی هېڅ ډول وېره او ډار نه وي او نه به هغه څه پسې غمکین وي چې دنیا کې ترې پاتې شوي وي او د محمد صلی الله علیه وسلم له راتللو وروسته دا صفات نه موندل کېږي مګر په مسلمانانو کې.