هغه كسان چه مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى، هغوى دا (محمدﷺ، قرآن، اسلام) پېژني لكه چې دوى خپل زامن پېژني، او یقینًا له دوى نه یوه ډله لازمًا حق پټوي، حال دا چې دوى پوهېږي البقره ۲:۱۴۶ ⧉
تفسیر:
د یهودو او نصاروو هغه علماء چې مونږ ورته د آسماني کتاب پوهه ورکړې؛ د قبلې ګرځول -چې د محمد صلی الله علیه وسلم د پیغمبرۍ نښه ده- داسې پېژني لکه څنګه چې خپل بچي پیژني او د نورو څخه یې جلا کوي، سره له دې بیا هم د دوی یوه ډله هغه حق پټه وي، کوم چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړی، د حسد له وجې، دوی دا کار کوي او په دې ښه پوهېږي چې دا حق دی.