Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 154 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 154 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ ۚ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَٰكِنْ لَا تَشْعُرُونَ 154
ترجمه:
او تاسو هغه چا ته مړه مه وایئ چې د الله په لاره كې ووژل شي بلكې (هغوى) ژوندي دي او لېكن تاسو (د هغوى په ژوند) نه پوهېږئ البقره ۲:۱۵۴
تفسیر:
او تاسی مه وایاست -اې مومنانو!- د هغه چا په هکله چی د الله تعالی په لاره کې په جهاد کې شهید شی، چی هغوی داسې مړه دي لکه څنګه چې نور خلک مري، بلکې دوئ د الله تعالی په نزد ژوندي دي، لیکن تاسو یې په ژوند نه پوهېږئ؛ ځکه چې هغه خاصه زندګي ده چی له وحیې پرته پرې څوک نه پوهېږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 153 راتلونکې البقره • آیت 155