Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 161 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 161 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ أُولَٰئِكَ عَلَيْهِمْ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ 161
ترجمه:
بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى او په داسې حال كې مړه شول چې كافران وو، (نو) دغه كسان، په دوى باندې د الله لعنت دى او د ملايكو او د خلقو ټولو (لعنت دى) البقره ۲:۱۶۱
تفسیر:
بېشکه هغه کسان چې کفر یې کړی او مخکې له توبې ایستلو څخه په کفر کې مړه شوي، په دې کسانو باندې د الله تعالی لعنت دی او د الله تعالی له رحمت څخه شړل شوي دي او همدارنګه ملائیکې او ټول خلک دوی ته د الله له رحمت څخه د لرې کېدو دعا کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 160 راتلونکې البقره • آیت 162