Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 17 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 17 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِي اسْتَوْقَدَ نَارًا فَلَمَّا أَضَاءَتْ مَا حَوْلَهُ ذَهَبَ اللَّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِي ظُلُمَاتٍ لَا يُبْصِرُونَ 17
ترجمه:
د دوى مثال د هغه كس په شان دى چې اور يې بل كړ، نو كله چې دغه (اور) د هغه ګېرچاپېره (ځایونه) روښانه كړل، نو الله د هغوى رڼا ختمه كړه، او هغوى يې په تیارو كې پرېښودل، داسې چې نه ویني البقره ۲:۱۷
تفسیر:
د دوی منافقانو لپاره الله تعالی دوه مثالونه (بېلګې) بیانوي:یوه بېلګه ناري (د اور بېلګه) او بل مثال (بېلګه) مائي (د اوبو بېلګه) ده، د اور بېلګه دا ده چې دوی په شان د هغه کس دی چې د رڼا لپاره یې اور بل کړی وي، نو هر کله چې رڼا تېزه شي او ګومان وکړي چې اوس ترې ګټه پورته کولای شي، نو اور پرې مړ شي او رڼا لاړه شي او یوازې سوځول يې پاتې شي، نو خاوندان یې په توره تیاره کې پاتې شي او هیڅ نه ویني او نه لاره موندلای شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 16 راتلونکې البقره • آیت 18