او له دوى سره جنګېږئ تر هغه چې فتنه (د كافرانو زور) پاتې نشي، او دین (ټول) د الله لپاره شي، نوكه دوى منع شول، نو هېڅ زیاتى نشته مګر په ظالمانو باندې البقره ۲:۱۹۳ ⧉
تفسیر:
او تاسو له کافرانو سره جنګ وکړئ تر دې پورې چې په دوی کې شرک پاتې نه شي او نه د خلکو بندول د الله له لاری څخه او نه کفر (پاتې شي) او یوازې د الله تعالی دین ښکاره (غالب) شي، نو که چېرې دوی له خپل کفر او له دین څخه د خلکو له منع کولو لاس واخلي، نو بیا له دوی سره جګړه پرېږدئ، ځکه چې پرته له ظالمانو، چې کفر کوي او خلک د الله تعالی له لارې بندوي، پر بل چا تېری نه شته.