Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 206 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 206 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ اللَّهَ أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالْإِثْمِ ۚ فَحَسْبُهُ جَهَنَّمُ ۚ وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ 206
ترجمه:
او كله چې هغه ته وویل شي: له الله نه ووېرېږه، نو ده لره تكبر ونیسي په ګناه كولو سره، نو د ده لپاره جهنم بس دى او یقینًا هغه بده استوګنه ده البقره ۲:۲۰۶
تفسیر:
او کله چې دغه مفسد ته -د خیرخواهۍ په طریقه- وویل شي، چې له الله تعالی نه ووېرېږه، د هغه د پولو په عزت کولو سره او د هغه له نواهیو څخه په ځان ساتلو سره، نو ځان غوښتنه او تکبر هغه حق ته له ګرځېدلو څخه بند کړي، او په ګناهونو کې نور هم ډوب شي، نو هغه سزا (بدله) چې هغه ته بسنه کوي، د جهنم اور ته داخلېدل دي او ډېر بد ځای د اوسیدلو دی د هغه ځای د اوسېدونکو له پاره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 205 راتلونکې البقره • آیت 207