Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 208 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 208 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ ۚ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ 208
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په اسلام كې پوره پوره داخل شئ او د شیطان د قدمونو پسې مه ځئ، یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى البقره ۲:۲۰۸
تفسیر:
ای هغو کسانو چې پر الله تعالی مو ایمان راوړي او د هغه د رسول تابعداري مو کړې، په ټول اسلام کې پوره پوره ننوځئ او له هغه څخه هیڅ حکم مه پرېږدئ، (نه هغه شان) لکه څنګه چې یهود او نصاری کوي، چې پر یوه برخه د آسماني کتاب ایمان راوړي او پر ځنو یې کفر کوي او تاسو د شیطان د لارو تابعداري مه کوئ؛ ځکه چې هغه ستاسو دښمن دی، داسې دښمن چې ښکاره دښمني درسره کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 207 راتلونکې البقره • آیت 209