Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 217 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 217 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


يَسْأَلُونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ ۖ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ ۖ وَصَدٌّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَكُفْرٌ بِهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَإِخْرَاجُ أَهْلِهِ مِنْهُ أَكْبَرُ عِنْدَ اللَّهِ ۚ وَالْفِتْنَةُ أَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ ۗ وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىٰ يَرُدُّوكُمْ عَنْ دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا ۚ وَمَنْ يَرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُولَٰئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۖ وَأُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ 217
ترجمه:
دوى له تا نه د حرامو میاشتو په باره كې تپوس كوي، په هغې كې د جنګ كولو (په باره كې)، ته (ورته) ووایه: په هغې كې جنګ كول لویه ګناه ده۔ او د الله له لارې نه منع كول او په هغه (الله) سره كافر كېدل او له مسجد حرام نه منع كول او له هغه (مسجد) نه د هغه اهل (حقدار) وېستل د الله په نېز بېخي ډېره لویه ګناه ده، او فتنه (شرك) له قتل نه ډېره لویه ګناه ده، او دوى به همېشه له تاسو سره جنګ كوي تر هغه پورې چې تاسو له خپل دین نه واړوي، كه وس يې وشي، او په تاسو كې چې څوك له خپل دین نه وګرځېده، بیا په داسې حال كې مړ شو چې كافر و، نو دغه كسان (چې دي) د دوى عملونه په دنیا او اخرت (دواړو) كې ضايع شوي دي او دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې تل ترتله (همېشه) وي البقره ۲:۲۱۷
تفسیر:
اې پیغمبره! دا خلک له تا څخه پوښتنه کوي په عزتمندو میاشتو کې د جنګ کولو په اړه: چې هغه ذی القعده، ذی الحجه، محرم او رجب میاشتې دي، ته ځواب ورکړه: په دې میاشتو کې جنګ کول د الله په نزد ډیر غټ جرم او ناآشنا کار دی، لکه څرنګه چې مشرکان کوم کار کوي چې خلک د الله تعالی له لارې منعه کوي هم ډېر بد دي، او د مومنانو بندول د مسجد حرام نه، او له مسجد حرام څخه د مسجد حرام د اوسېدونکو ایستل د الله تعالی په نزد د حرام په میاشتو کې له جګړې کولو هم ډیر لوی جرم دی او هغه شرک چې دا مشرکان یې کوي له قتل څخه هم ډېر لوی جرم دی او -ای مومنانو- همیشه به مشرکان په خپل ظلم ولاړ وي او له تاسو سره به جګړه کوي، تر دې چې هغوئ کومه لاره پیدا کړي چې تاسو د خپل حق دین نه د هغوئ باطل دین ته واړوي، او څوک چې له تاسو څخه له خپل دین نه واوړي، او بیا په الله تعالی باندې د کفر په حالت کې مړ شي؛ نو د ده نیک عمل برباد شو، او په آخرت کې د دې د ورتګ ځائ اورته ورداخلیدل دي او همیشه به په دغه اور د جهنم کې وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 216 راتلونکې البقره • آیت 218