Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 219 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 219 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ ۖ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِنْ نَفْعِهِمَا ۗ وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ 219
ترجمه:
… دوى له تا نه د شرابو او جوارۍ په باره كې تپوس كوي، ووایه: په دې دواړو كې بېخي لویه ګناه ده، او د خلقو لپاره په كې فايدې دي، او د دې دواړو ګناه ډېره لویه ده، د دې دواړو له فايدو نه۔ او دوى له تا نه پوښتنه كوي چې څه خرچ (انفاق) كړي؟ ته (ورته) ووایه: له نفقې (اخراجاتو) نه زیاتي (څیز خرچ كړئ) الله همداسې تاسو لپاره ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو ښه فكر وكړئ† البقره ۲:۲۱۹
تفسیر:
-اې پیغمبره- له تا څخه ستا صحابه د شرابو (هر هغه څه چې عقل پټوي او هغه له مینځه وړي)؛ د حکم او اخیستلو او خرڅولو په باره کې پوښتنه کوي؟ او له تا څخه د قمار پوښتنه کوي (قمار: هغه مال ته وايي چې په مقابلو کې اخیستل کیږی او دا مال د دواړو مقابله کوونکو له طرفه وي)؟ ته ورته ځواب ورکړه: په دې کې د دین او دنیا ډېر ضرورنه او نقصانات دي؛ لکه د عقل او مال تلل، او یوبل سره دښمني او حسد پیداکیدل، او په دې کې لږې ګټې (فایدی) هم شته، لکه: د مال ګټل، او د دې دواړو ضرر او ګناه له ګټې څخه ډېره لویه ده او هر هغه شی چې ضرر یې له فایدې څخه ډیر وي نو هوښیار انسان ترې ځان ساتي، او په دې بیان کې د الله تعالی له طرفه د شرابو د حراموالی لپاره مقدمه ده. او پوښتنه کوي له تا څخه -ای پیغمبره- ستا ملګري د هغې اندازې په باره کې چې دوئ ئې خرچ کړی له خپلو مالونو څخه د ثواب او خیرات په توګه؟ ته ورته ځواب ورکړه: چې کوم مال ستاسو د مصرف نه اضافي وي د هغه نه مصرف وکړئ (او دا حکم اول کې ؤ، بیا الله تعالی په ځانګړو مالونو کې خاصه اندازه زکات واجب کړ)، او د دې په شان په ښکاره بیان باندې چې هیڅ ګډوډي پکې نشته تاسو ته الله تعالی د شرعې حکمونه بیانوي د دې لپاره چې تاسو فکر وکړئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 218 راتلونکې البقره • آیت 220