Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 235 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 235 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا عَرَّضْتُمْ بِهِ مِنْ خِطْبَةِ النِّسَاءِ أَوْ أَكْنَنْتُمْ فِي أَنْفُسِكُمْ ۚ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ سَتَذْكُرُونَهُنَّ وَلَٰكِنْ لَا تُوَاعِدُوهُنَّ سِرًّا إِلَّا أَنْ تَقُولُوا قَوْلًا مَعْرُوفًا ۚ وَلَا تَعْزِمُوا عُقْدَةَ النِّكَاحِ حَتَّىٰ يَبْلُغَ الْكِتَابُ أَجَلَهُ ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي أَنْفُسِكُمْ فَاحْذَرُوهُ ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ 235
ترجمه:
او پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته په هغه (خبره) كې چې په هغې سره تاسو د ښځو د غوښتنې اشاره كوئ، یا په خپلو نفسونو كې (له هغو سره نكاح كول) پټ ساتئ، الله پوه دى چې یقینًا ژر دى چې تاسو به دوى یادَوئ، او لېكن له دوى سره په پټه وعده مه كوئ، مګر دا چې مناسبه (تعریضي) خبره وكړئ، او د نكاح تړلو عزم مه كوئ تر هغه پورې چې فرض شوى (عدت) خپلې نېټې ته ورسېږي، او پوه شئ چې یقینًا الله په هغه څه پوهېږي چې ستاسو په نفسونو كې دي، نو له هغه (الله) نه وېرېږئ، او پوه شئ چې یقینًا الله ډېر بخښونكى، ډېر تحمل كوونكى دى البقره ۲:۲۳۵
تفسیر:
او پر تاسو باندې په اشاره کولو کې څه ګناه نشته ده چې کله ستاسو رغبت وي په غوښتلو د هغو ښځو کې چې د خاوند د مړینې یا بائن (درې طلاقه) طلاق په وجه په عدت کې وي؛ لکه چې ووايئ: چې کله دې عدت ختم شو بیا ما خبر کړه، او پر تاسو څه ګناه نشته په هغه څه کې چې تاسو پټ کړي وي په خپلو زړونو کې د رغبت نه په غوښتلو د معتدې ښځې کې وروسته له ختمیدو د هغوئ د عدت نه، الله تعالی پوهېږي چې تاسو به خامخا هغوئ د ډېر رغبت او خواهش په وجه یادوئ، نو الله تعالی تاسو ته د عدت په وخت کې اشاره کول جایز کړل د ښکاره وینا پر ځائ، او ځان وساتئ له دې نه چې تاسو د عدت په موده کې د یوبل سره د نکاح کولو پټې وعدې وکړئ، مګر د شرع موافق وینا چې هغه اشاره کول دي، او تاسو د عدت په موده کې نکاح مه تړئ، او پوهه شئ چې الله تعالی ښه پوهیږي په هغه څه چې تاسو یې په خپلو نفسونو کې پټوئ د هغه څه نه چې تاسو ته یې جایز کړي او په هغه څه چې پر تاسو یې حرام کړي دي، نو له الله تعالی څخه ووېرېږئ، او د هغه د حکم خلاف مه کوئ، او پوهه شئ چې الله تعالی بښوونکی دی هغه چاته چې توبه وباسي د هغه له بندګانو نه، صبرناک دی په سزا ورکولو کې تلوار (بېړه) نه کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 234 راتلونکې البقره • آیت 236