Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 237 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 237 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِنْ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَمَسُّوهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِيضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ إِلَّا أَنْ يَعْفُونَ أَوْ يَعْفُوَ الَّذِي بِيَدِهِ عُقْدَةُ النِّكَاحِ ۚ وَأَنْ تَعْفُوا أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ ۚ وَلَا تَنْسَوُا الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ 237
ترجمه:
اوكه تاسو دوى ته طلاق وركړئ مخكې له دې نه چې تاسو له هغوى سره كوروالى وكړئ، په دې حال كې چې تاسو د هغوى لپاره مهر مقرر كړى وي، نو د هغه (مهر) نیم وركول لازم دي چې تاسو مقرر كړى دى مګر دا چې هغوى (ښځې) يې معاف كړي، یا هغه كس يې معاف كړي د چا په لاس كې چې د نكاح غوټه ده (خاوند وركړى مهر ښځې ته پرېږدي)، او ستاسو معافي كول تقویٰ ته ډېر نژدې دي، او په خپل منځ كې احسان كول مه هېروئ، یقیناً الله هغو عملونو لره چې تاسو يې كوئ، ښه لیدونكى دى البقره ۲:۲۳۷
تفسیر:
او که چیري تاسو هغه ښځې طلاقی کړئ چې نکاح مو ورسره تړلې وي او مهر مو هم ورته ټاکلی وي، خو کوروالی مو ورسره نه وي کړی، نو په تاسو باندې د ټاکل شوي مهر څخه نیم مهر ورکول واجب دي، مګر دا چې هغوی (هغه مهر) تاسې ته وبښي -که چېرې بالغې وي- او یا خاوندان هغوی ته ټاکل شوی مهر پوره وسپاري، او دا چې تاسو یو بل ته په حقونو کې بښنه وکړئ د الله تعالی وېرې او تابعدارۍ ته ډېر نږدې (کار) دی، او -ای خلکو- پر یو بل باندې مهرباني کول، او یو بل ته په حقونو کې بښنه کول مه پرېږدئ، بېشکه الله تعالی هغه چارې چې تاسې یې ترسره کوئ، ویني، نو په نیکیو کې هڅه وکړئ چې د الله تعالی ثواب حاصل کړئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 236 راتلونکې البقره • آیت 238