Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 239 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 239 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


فَإِنْ خِفْتُمْ فَرِجَالًا أَوْ رُكْبَانًا ۖ فَإِذَا أَمِنْتُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَمَا عَلَّمَكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ 239
ترجمه:
بیا كه وېرېدلئ، نو (لمونځ كوئ) پیاده، یا سواره، بیا چې كله په امن شئ، نو الله یادوئ څنګه چې يې تاسو ته هغه څه ښودلي دي چې تاسو (پرې) نه پوهېدئ البقره ۲:۲۳۹
تفسیر:
که له دښمن او ورته بل څه څخه وېرېدلئ او په بشپړه توګه د لمانځه د اداکولو توان ونه لرئ؛ نو پلي په پښو او يا پر اوښانو او آسانو او نورو شيانو سپاره يا بل هر حالت چې توان لرئ لمونځونه وکړئ، کله چې وېره درڅخه ولاړه، نو د الله هر ډول يادونه کوئ، چې له هغو څخه په بشپړه او کامله توګه لمونځ کول هم دي لکه څنګه يې چې تاسو ته هغه رڼا او لارښوونه ښوولې ده چې نه وه درمعلومه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 238 راتلونکې البقره • آیت 240