ایا تا هغه كسان نه دې لیدلي چې د مرګ له وېرې له خپلو كورونو نه وتلي وو، په دې حال كې چې هغوى زرګونه وو، پس الله دوى ته وویل: مړه شئ، بیا يې هغوى راژوندي كړل، یقینًا الله خامخا په خلقو باندې فضل كولو والا دى او لېكن اكثره خلق شكر نه وباسي البقره ۲:۲۴۳ ⧉
تفسیر:
آیا تاته نه دی در رسیدلی -ای پیغمبره- خبر د هغو کسانو چې له خپلو کورونو څخه وتلی وو او هغوئ ډېر زیات کسان وو د مرګ له ویرې نه، په سبب د مرض یا د بل شي، او هغوئ د بني اسرائیلو یوه ډله وه، نو پس الله تعالی ورته وویل: مړه شئ نو هغوئ مړه شول، بیا الله تعالی هغوئ دوباره راژوندي کړل، د دې لپاره چې هغوئ ته وښايې چې واک د ټولو کارونو د الله تعالی په لاس کې دی، او دوئ د خپلو ځانونو لپاره د ګټې ورکولو او یا د ضرر دفع کولو څه واک نه لري، بېشکه الله تعالی خاوند د ورکړی او مهربانۍ دی پر خلکو، لیکن ډېر د خلکو نه د الله تعالی د نعمتونو شکر نه ادا کوي.