Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 253 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 253 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۘ مِنْهُمْ مَنْ كَلَّمَ اللَّهُ ۖ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجَاتٍ ۚ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ ۗ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا اقْتَتَلَ الَّذِينَ مِنْ بَعْدِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَلَٰكِنِ اخْتَلَفُوا فَمِنْهُمْ مَنْ آمَنَ وَمِنْهُمْ مَنْ كَفَرَ ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا اقْتَتَلُوا وَلَٰكِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ 253
ترجمه:
دا رسولان (دي)، مونږہ د دوى ځینې په ځینو نورو باندې غوره كړي دي، له دوى نه ځینې هغه دي چې الله ورسره خبرې كړې دي، او د دوى د بعضو يې درجې اوچتې كړي دي، او مونږه د مریمې زوى عیسٰی ته ښكاره معجزې وركړې دي، اومونږ هغه په روح القدس (پاك روح) سره قوي كړى دى، اوكه الله غوښتلى، (نو) هغه كسان به په خپلو كې نه وو جنګېدلي، چې له دغو (رسولانو) نه پس وو، له دې نه وروسته چې دوى ته څرګندې نښې راغلې، او لېكن دوى اختلاف وكړ، نو په دوى كې ځینې هغه دي؛ چې ایمان يې راوړ، او ځینې په دوى كې هغه دي؛ چې كافر شول، او كه الله غوښتلى، (نو) دوى به په خپلو كې نه ووجنګیدلي، او لېكن الله كوي هغه څه چې اراده يې وكړي البقره ۲:۲۵۳
تفسیر:
دا هغه پیغمبران دي چې مونږ یې تاته یادونه وکړه، مونږ غوره والی ورکړی ځینو د دوی ته پر ځینو نورو په وحې کولو او پر ډیرو پېروانو او په ډیرو درجو، ځینې په دوی کې هغه دي چې الله تعالی ورسره خبرې کړي لکه موسی-علیه السلام- او ځیني په دوی کې هغه دي چې الله تعالی اوچت کړي په ډیرو لوړو درجو لکه محمد -صلی الله علیه وسلم- ځکه چې الله تعالی د ټولو خلکو لپاره پیغمبر لیږلی دی، او نبوت ورباندې ختم شوی، او غوره والی ورکړ شوی د هغه امت لره په ټولو امتونو، او ورکړي مونږ عیسی زوی د مریم ته ډیرې معجزې چې هغه روښانه اوڅرګنده دلایل دي د هغه په نبوت، لکه د مړو ژوندي کول او د مور زاد ړوند او برګي ناروغۍ والا روغول، او مضبوط کړی و مونږ دې لره په جبریل علیه السلام- د دې لپاره چې د الله تعالی په امر یې کلک ودروي. که چېرته الله غوښتلی نو جنګ به نه وای کړی هغه کسانو چې له پېغمبرانو څخه وروسته راغلې وو، وروسته له دې چې ښکاره او واضحه آیاتونه ورته راغلې وو، لیکن هغوی اختلاف وکړ او ډلې شول؛ نو ځینو یې په الله ایمان راوړ او ځینو یې ورباندې کفر وکړ، که خامخا الله غوښتلی چې دوی دې جنګ ونه کړي نه به یې وای کړی، لیکن الله هغه څه کوي چې ویې غواړي. پس د ایمان هدایت کوي چا ته یې چې خوښه شي پخپل فضل او مهربانۍ سره، او ګمراه کوي چا ته یې چې خوښه شي پخپل عدل اوحکمت سره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 252 راتلونکې البقره • آیت 254