Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 27 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 27 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ يَنْقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ 27
ترجمه:
هغه خلق چې د الله (سره كړى) لوظ ماتوي وروسته د هغه (لوظ) له مضبوطولو (او پخلي) نه او پرېكوي هغه څه چې الله يې د پیوست ساتلو حكم كړى دى، او په ځمكه كې ورانى كوي، همدغه خلق تاوانیان دي البقره ۲:۲۷
تفسیر:
هغه کسان چې د الله هغه ژمنه ماتوي، کومه يې چې له هغوی څخه يوازې د خپل عبادت او خپل هغه رسول د پيروۍ په اړه اخېستې وه پر کوم چې له هغه مخکې رسولانو خبر ورکړی و، او د کومې خپلوۍ پالنې چې الله امر کړی هغه پرې کوي او په ګناهونو سره په ځمکه کې د ورانکارۍ خپرولو هڅه کوي؛ نو همدوی په دنيا او آخرت کې کم برخي (بې برخې) دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 26 راتلونکې البقره • آیت 28