او په صبر او لمانځه سره مدد غواړئ او بېشكه چې یقینًادا (كار) ډېر ګران دى مګر پر عاجزي كوونكو باندې (نه دى) البقره ۲:۴۵ ⧉
تفسیر:
او په صبر او لمانځه سره له الله تعالی څخه د دنیا او آخرت په ټولو کارونو کې مرسته وغواړئ، چې هغه (الله) ته مو نږدې کړئ او له هغه سره مو پیوسته کړي، نو هغه به ستاسي مرسته او ساتنه وکړي او له تاسي څخه به هر ډول ضرر لرې کړي او بیشکه چې لمونځ ډېر دروند او لوې کار دې مګر هغو کسانو ته آسان دې چې خپل رب ته عاجزي کوونکي وي.