او كله چې مونږ له موسٰی سره د څلوېښتو شپو وعده وكړه، بیا تاسو له هغه نه پس سخى (معبود) جوړكړ او تاسوظالمان وَئ البقره ۲:۵۱ ⧉
تفسیر:
او زمونږ له نعمتونو څخه له موسی علیه السلام سره د څلویښتو ورځو ژمنه (نېټه ټاکل) هم یاده کړئ چې د لارښوونې او روښنايي کتاب تورات درته بشپړ نازل شي، بیا په دغه موده کې پرته له دې چې تاسي د خوسي عبادت وکړئ بل څه مو ونه کړل، او تاسو په دې کار سره له زیاتي کوونکو څخه شوئ.