Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 54 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 54 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ أَنْفُسَكُمْ بِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجْلَ فَتُوبُوا إِلَىٰ بَارِئِكُمْ فَاقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ عِنْدَ بَارِئِكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ ۚ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ 54
ترجمه:
او (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰی خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! یقینًا تاسو د سخي په (معبود) نیولوسره په خپلو ځانونو باندې ظلم كړى دى، لهٰذا خپل خالق ته توبه وباسئ، نو خپل ځانونه قتل كړئ، دا (وژل) تاسو لپاره ستاسو د خالق په نیز بهتر دي، بيا هغه ستاسو توبه قبوله كړه، یقینًا هم هغه ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى البقره ۲:۵۴
تفسیر:
له دې نعمتونو څخه دا هم یاد کړئ چې الله تعالی تاسو ته د خوسي له بنده ګۍ څخه د توبې وس درکړ، کله چې موسی علیه السلام تاسو ته وویل: بېشکه تاسو پر خپلو ځانونو د خوسي په بندګۍ کولو سره ظلم وکړ، نو تاسو ټول توبه وباسئ او خپل رب او پېدا کوونکي ته ور وګرځئ اوهغه داسې چې تاسو یو بل ووژنئ او په دې بڼه توبه ویستل تاسو ته له دې غوره دي چې په هغه کفر سرکشي وکړئ کوم چې تاسو په اور کې تل پاتې کوي، نو د الله تعالی په مرسته تاسو توبه وویستله او هغه قبوله کړه؛ ځکه چې هغه ډېر توبه قبلوونکی او پر خپلو بندګانو لورین دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 53 راتلونکې البقره • آیت 55