(الله به) ووايي: همداسې و، تا ته زمونږ ایتونه راغلي وو، نو تا هغه هېر كړل، او همداسې به ته نن ورځ هېرولى شې طه ۲۰:۱۲۶ ⧉
تفسیر:
الله تعالی ورته په جواب کې ووېل: همدغه شان کارونه تا په دنیا کې کړي وو، نو یقېنا راغلي وو تا ته ایتونه زمونږ نو تا ترې مخ اړولی و او پریښودي دی وو، او همدارنګه ته به نن ورځ په عذاب کي پريښودل کیږې.