Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 61 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 61 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


قَالَ لَهُمْ مُوسَىٰ وَيْلَكُمْ لَا تَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ كَذِبًا فَيُسْحِتَكُمْ بِعَذَابٍ ۖ وَقَدْ خَابَ مَنِ افْتَرَىٰ 61
ترجمه:
(موسٰی جادوګرو ته) وویل: تاسو هلاك شئ! په الله باندې دروغ مه تړئ (ګنې) نو هغه به تاسو په عذاب سره هلاك كړي، او په تحقیق نا امېده (او نامراد) شو هغه كس چې (په الله) يې دروغ وتړل طه ۲۰:۶۱
تفسیر:
موسی -علیه السلام- د فرعون جادوګرانو ته د نصیحت په ډول وویل: ځان وساتئ، په الله تعالی باندې دروغ مه جوړوئ د هغه جادو په وجه چې تاسې پرې خلک دوکه کوئ ګنې نو هغه به تاسې هلاک کړي په خپل عذاب سره، او یقینا تاواني شوی هغه څوک چې په الله تعالی ئې دروغ جوړکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 60 راتلونکې طه • آیت 62