Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 66 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 66 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


قَالَ بَلْ أَلْقُوا ۖ فَإِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِيُّهُمْ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ مِنْ سِحْرِهِمْ أَنَّهَا تَسْعَىٰ 66
ترجمه:
ده وویل: بلكې تاسو وغورځوئ، نو ناڅاپه د دوى رسۍ او د دوى امساګانې د دوى د سحر په وجه د ده (موسٰى) خیال ته داسې راوستى شوې چې په رښتيا دغه منډې وهي طه ۲۰:۶۶
تفسیر:
موسی -علیه السلام- وویل: بلکې تاسې لومړی وغورځوئ هغه جادو چې ستاسې سره دی، نو هغوی وغورځولې هغه امساګانې او رسئ چې د دوی سره وي، نو پس ناڅاپه هغه رسۍ او امساګانې چې دوی وغورځولې موسی -علیه السلام- ته د دوی د جادو د وجې داسې په خیال کې راوستل کیدلې لکه دا چې ماران وي او په تیزۍ سره منډي وهي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 65 راتلونکې طه • آیت 67