Landscape MP4 Vertical MP4

سورت طه — آیت 99 (پښتو) — ویډیو

طه • آیت نمبر 99 (ټولې 135 آيتونه) • پښتو


كَذَٰلِكَ نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنْبَاءِ مَا قَدْ سَبَقَ ۚ وَقَدْ آتَيْنَاكَ مِنْ لَدُنَّا ذِكْرًا 99
ترجمه:
هم داسې مونږ تا ته بیانوو ځینې له هغو خبرونو نه چې مخكې تېر شوي دي او په تحقیق تا ته مونږ دركړى دى له خپل جانب نه ذكر (چې قرآن دى) طه ۲۰:۹۹
تفسیر:
لکه څرنګه چې مونږ تا ته د موسی او فرعون قصه وکړه -ای پېغمبره- او قصه د قومونو د هغو دواړو همدارنګه مونږ بیانوو په تا باندې خبرونه او قصې د هغو پېغمبرانو او امتونو چې ستا څخه مخکې تیر شوي د دې لپاره چې دا ستا لپاره تسلي شي، او یقېنا مونږ درکړی تا ته زمونږ له طرفه قرآن کریم په دې سره پند اخلي هغه څوک چې پند یې پرې اخیستلی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ طه • آیت 98 راتلونکې طه • آیت 100