دوى به هغه تر ټولو لویه وېره نه غمجن كوئ او له دوى سره به ملايك ملاقات كوي (او وايي به:) دا ستاسو هغه ورځ ده چې تاسو ته به يې وعده دركولى شوه الأنبیاء ۲۱:۱۰۳ ⧉
تفسیر:
نه به ویروي دوی لره دا لوی مصېبت او بد حالت کله چې به اور په جهنمیانو باندې راتاو شي، او ملاېکې به د دوی استقبال وکړي په هرکلي سره داسې به وایي: دا ستاسې هغه ورځ ده چې تاسې سره یې وعده شوې وه په دنیا کې، او تاسې ته پرې زیری درکول کېده په هغو نعمتونو چې تاسې به ورسره مخامخ کیږئ.