Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنبیاء — آیت 22 (پښتو) — ویډیو

الأنبیاء • آیت نمبر 22 (ټولې 112 آيتونه) • پښتو


لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا ۚ فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ 22
ترجمه:
كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالك، پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي الأنبیاء ۲۱:۲۲
تفسیر:
که په آسمانونو او ځمکه کې له الله پرته نورشمېر معبودان وای، ځمکه او آسمانونه به د هغو معبودانو په پاچايۍ کې د شخړې له امله خراب شوي وو، خو حقيقت د دې پر خلاف دی، نو الله د عرش مالك له هغه څه پاک دی چې مشرکان يې په درواغو ورته بيانوي چې هغه لره شريکان دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنبیاء • آیت 21 راتلونکې الأنبیاء • آیت 23