ایا دوى له هغه (الله) نه پرته نور معبودان نیولي دي، ته ووایه: تاسو خپل پوخ دلیل راوړئ، دا (وحي) د هغه چا نصیحت دى چې زما سره دي او د هغه چا نصیحت دى چې له ما نه مخكې تېر شوي دي، بلكې د دوى (كافر) اكثره خلق حق نه پېژني، نو دوى مخ ګروځونكي دي الأنبیاء ۲۱:۲۴ ⧉
تفسیر:
بلکې دوی د الله تعالی نه پرته نور معبودان نېولي، ته ووایه -ای پېغمبره- دې مشرکېنو ته: راوړئ تاسې خپل پوخ دلېل چې دوی د عبادت مستحق دي، نو دا کتاب چې ما ته نازل شوی، او هغه کتابونه چې په مخکنیو پېغمبرانو نازل شوي تاسې لره پکې هیڅ دلېل نشته، بلکې د زیاترو مشرکېنو سره دلېل نه وي مګر جهل او تقلېد، نو دوی د حق د قبلولو نه مخ اړولی.