په دې حال كې چې د دوى زړونه غافله وي، او خفیه مشوره يې پټه وساتله هغو كسانو چې ظلم يې كړى دى (او ويې ویل:) دا (محمد) نه دى مګر ستاسو په شان یو انسان دى، ایا نو تاسو جادو ته راځئ، حال دا چې تاسو ګورئ الأنبیاء ۲۱:۳ ⧉
تفسیر:
دوی غوږ ایښودلی دې ته خو زړونه یې د دې نه غافل دي، او پټه کړې په کفر سره ظلم کوونکو خلکو هغې خبرې لره چې دوی پرې مشورې کوي داسې وایې: نه دی دا کس کوم چې دعوی کوي چې بېشکه دا پېغمبر دی مګر انسان ستاسې په شان، د دې خو ستاسې نه څه غوره والی او فرق نشته؟! او دې چې څه راوړي دا خو جادو دی، آیا تاسې د دې تابعداري کوئ او حال دا چې تاسې پوهیږئ چې ستاسې په شان انسان دی، او دې چې څه راوړي دا هم جادو دی؟!.