او دى همغه ذات دى چې شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ يې پیدا كړي دي، هر یو په (خپل) فلك (دايره) كې ګرځي الأنبیاء ۲۱:۳۳ ⧉
تفسیر:
او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پیداکړی یې ده شپه د ارام لپاره، او پیداکړی یې ده ورځ د زندګۍ د تېرولو لپاره، او پیداکړی یې دی لمر نښه د ورځې لپاره، او سپوږمۍ نښه د شپې لپاره، هر یو د لمر او سپوږمۍ نه ګرځي په خپل خاص مدار (خط) کې، د هغه څخه نه کږیږي او نه ترې اوړي.