Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنبیاء — آیت 36 (پښتو) — ویډیو

الأنبیاء • آیت نمبر 36 (ټولې 112 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا رَآكَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَٰذَا الَّذِي يَذْكُرُ آلِهَتَكُمْ وَهُمْ بِذِكْرِ الرَّحْمَٰنِ هُمْ كَافِرُونَ 36
ترجمه:
او كله چې تا هغه كسان وویني چې كافران شوي دي (نو) دوى تا نه نیسي مګر مسخره كړى شوى (او په خپل مینځ كې وايي:) ایا دا همغه كس دى چې ستاسو معبودان (په سپكه) یادوي؟ حال دا چې همدوى پخپله د رحمن له یادولو نه انكاري دي الأنبیاء ۲۱:۳۶
تفسیر:
او کله چې ووینې تا -ای پېغمبره- دا مشرکین نو نیسي دوی تا لره مګر په مسخرو سره په داسې حال کې چې خپل پېروان ستا څخه لري کوي او داسې ورته وایي: آیا دا دی هغه څوک چې کنځلي کوي (بد وایي) ستاسې معبودانو ته د کومو چې تاسې بندګي کوئ؟! او دوی د دې مسخرو سره سره انکار کوونکي دي د هغه څه نه چې الله تعالی په دوی باندې په قرآن کريم کې نازل کړي او په هغو نعمتونو چې دوی لره الله تعالی ورکړي؛ کفر کوونکي دي؛ نو دوی ډیر حقدار دي په عیب ویلو باندې ځکه چې په دوی کې هر قسم بدي شته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنبیاء • آیت 35 راتلونکې الأنبیاء • آیت 37