Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنبیاء — آیت 42 (پښتو) — ویډیو

الأنبیاء • آیت نمبر 42 (ټولې 112 آيتونه) • پښتو


قُلْ مَنْ يَكْلَؤُكُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ مِنَ الرَّحْمَٰنِ ۗ بَلْ هُمْ عَنْ ذِكْرِ رَبِّهِمْ مُعْرِضُونَ 42
ترجمه:
(دوى ته) ته ووایه: تاسو د رحمن (له عذاب) نه د شپې او د ورځې څوك ساتي؟ بلكې دوى دخپل رب له ذكر نه مخ ګرځوونكي دي الأنبیاء ۲۱:۴۲
تفسیر:
ووایه -ای پېغمبره- دې په تلوار سره عذاب غوښتونکو ته: څوک دی هغه ذات چې ساتي تاسې په شپه او ورځ کې د هغه عذاب نه چې رحمان ذات یې په تاسې د رالېږلو اراده لري او ساتي تاسې د هلاکېدو نه؟ بلکې دوی د خپل رب د نصېحتونو او پندونو او دلېلونو څخه مخ اړوونکي دي، فکر نه کوي په هیڅ شي باندې د دې نه د ناپوهۍ او کم عقلې د وجې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنبیاء • آیت 41 راتلونکې الأنبیاء • آیت 43