Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنبیاء — آیت 44 (پښتو) — ویډیو

الأنبیاء • آیت نمبر 44 (ټولې 112 آيتونه) • پښتو


بَلْ مَتَّعْنَا هَٰؤُلَاءِ وَآبَاءَهُمْ حَتَّىٰ طَالَ عَلَيْهِمُ الْعُمُرُ ۗ أَفَلَا يَرَوْنَ أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا ۚ أَفَهُمُ الْغَالِبُونَ 44
ترجمه:
بلكې مونږ دوى ته او د دوى پلرونو ته نفع وركړه تر دې چې په دوى باندې عمر اوږد شو، ایا نو دوى نه ویني چې بېشكه مونږ ځمكې ته راځو، د هغې له غاړو نه هغه كموو، ایا نو هم دوى غالب دي؟ الأنبیاء ۲۱:۴۴
تفسیر:
بلکې مونږ مزي ورکړي دې کافرانو ته، او مزې مو ورکړې وې د دوی پلارانو ته په هغو نعمتونو چې مونږ دوی لره په پراخ ډول ورکړي و؛ دوی لره دا مهلت ورکول وو، تر دې چې اوږده شوه په دوی باندې زمانه نو دوی په دې سره دوکه شول، او په خپل کفر باندې ودرېدل، آیا نه ویني دا دوکه شوي خلک زمونږ په نعمتونو چې په تلورا سره غوښتونکي دي زمونږ عذاب لره چې مونږ راتلل کوو زمکې ته نېمګړې کوو یې د غاړو د هغې نه په هلاکولو زمونږ د دغه غاړو خلکو لره، او په غالب کېدلو زمونږ په هغوی باندې، نو چې عبرت واخلي په دې باندي هسې نه چې ونه رسيږي دوی ته هغه عذابونه کوم چې هغوی ته رسېدلی وو؟! نو دوی غالب نه دي، بلکې دوی مغلوب دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنبیاء • آیت 43 راتلونکې الأنبیاء • آیت 45