Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنبیاء — آیت 5 (پښتو) — ویډیو

الأنبیاء • آیت نمبر 5 (ټولې 112 آيتونه) • پښتو


بَلْ قَالُوا أَضْغَاثُ أَحْلَامٍ بَلِ افْتَرَاهُ بَلْ هُوَ شَاعِرٌ فَلْيَأْتِنَا بِآيَةٍ كَمَا أُرْسِلَ الْأَوَّلُونَ 5
ترجمه:
بلكې دوى وايي: (دا قرآن) ګډوډ خوبونه دي، بلكې دا يې له خپل ځانه جوړ كړى دى، بلكې دا شاعر دى، نو دا دې مونږ ته لویه نښه (معجزه) راوړي، له څنګه چې ړومبني (پېغمبران په هغو سره) لېږل شوي وو الأنبیاء ۲۱:۵
تفسیر:
بلکې دوی د محمد صلی الله علیه وسلم په باره کې په شک کې دي، نو بس کله وایې: دا خو ګډوډ خوبونه دي چې څه تعبېر ورله نشته، او کله وایې: نه، بلکې دې خو دا د ځانه جوړ کړي په غېر د دې نه چې د دې دې څه اصل وي، او کله وایې: دا شاعر دی، او که چېرته دې په خپله دعوه کې ریښتونی وي نو پس رادې وړي مونږ ته یوه معجزه د مخکنیو پېغمبرانو په شان، نو پس یقېنا هغوی راتګ کړی و په غټو معجزاتو، لکه: د موسی امسا، او د صالح اوښه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنبیاء • آیت 4 راتلونکې الأنبیاء • آیت 6