Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنبیاء — آیت 66 (پښتو) — ویډیو

الأنبیاء • آیت نمبر 66 (ټولې 112 آيتونه) • پښتو


قَالَ أَفَتَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنْفَعُكُمْ شَيْئًا وَلَا يَضُرُّكُمْ 66
ترجمه:
هغه وویل: ایا نو تاسو له الله نه پرته د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو ته هېڅ نفع نشي رسولى او نه تاسو ته ضرر رسولى شي الأنبیاء ۲۱:۶۶
تفسیر:
ابراهیم علیه السلام -هغوی ته ووېل په داسې حال کې چې انکار کوونکی وو په هغوی باندې: ایا تاسې بندګي کوئ پرته له الله تعالی نه د هغو بوتانو چې تاسې ته هیڅ ګټه او تاوان نشي دررسولی، نو دوی عاجز دي د ضرر بچ کولو د خپل ځانونو نه، او د ګټې رسولو خپلو ځانونو ته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنبیاء • آیت 65 راتلونکې الأنبیاء • آیت 67