او مونږ له تا نه مخكې رسولان نه دي لېږلي مګر سړي چې مونږ به هغوى ته وحي كوله، نو تاسو د ذكر له خاوندانو (عالمانو) نه تپوس وكړئ كه تاسو نه پوهېږئ الأنبیاء ۲۱:۷ ⧉
تفسیر:
او مونږ نه دي لیږلي -ای پېغمبره- مخکې ستا نه مګر سړي د انسانانو څخه چې مونږ هغوی ته وحې کوله، او مونږ هیڅکله ملاېکې نه دی لېږلي، نو تاسې پوښتنه وکړئ د اهل کتابو نه کوم چې ستاسې نه مخکې و که چېرته په دې نه پوهیږئ.